د لاسرسي لېنکونه

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د برید له امله څلور تنه مخالف وسله‎وال وژل شوي دي.

د فراه والي محمد اصف ننګ ازادي راډیو ته وویل: دغه برید شنبې ناوخته د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د دیوار سرخ د کلي په اړوند سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو په یوه قرارګاه وشو.

د فراه والي وایي، ګومان کېږي چې په دې برید کې د وسله‎والو مخالفینو یو قوماندان هم وژل شوی وي.

وسله‎والو مخالفینو تراوسه په دې باب تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG