د لاسرسي لېنکونه

د لوی اختر په رارسېدو د فراه ولایت اوسیدونکي د نرخونو له لوړېدو شکایت لري.

یو تن اوسیدونکي علي احمد پرون ازادي راډیو ته وویل چې د خوراکونو او پوښاکونو بیې ډیرې لوړې شوي دي.

دی وايي:

"هم میوې او هم جامې، هر شی چې د اختر لپاره ورته اړتیا ده، بیه یې لوړه شوې ده، ځکه د دولت له‎خوا یې نظارت نه کېږي. له دې امله هر څوک یوه نوې بیه ږدي."

د فراه ولایت اوسیدونکو له مسؤلینو څخه غوښتنه کړې چې په بازار کې د نرخونو کنټرول ته په تېره د اختر په شپو ورځو کې زیات پام وکړي.

XS
SM
MD
LG