د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

کابل کې د کورنیو لپاره ځانګړې سینما


هفنګټن پوسټ:

هفنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د کورنیو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د یوې سینما په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

په ګلکسي فامیلي سینما کې اوس ښځې کولای شي د څو ساعتونو لپاره ازاده ووسې او فلمونه ننداره کړي.

هفنګټن پوسټ لیکي:

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یا سینماوې تړل شوې وې یا له منځه وړل شوې خو د دې ډلې د رژیم له ړنګېدو وروسته په کابل کې بیا سینماوې فعالې شوي.

د مطلب لیکوال که څه هم د قانون له اړخه سینما ته د ښځو په ورتګ بندیز نشته خو د کابل د سینماو څوکې یوازې په نارینوو ډکې وي.

د ښځو او کورنیو لپاره د ګلکسي فامیلي سینما د یوه افغان ابوبکر غرزي او د هغه د پینځو ملګرو له‎خوا جوړه شوې ده.

په دې سینما کې د سهار له ۹ نیمو او د ماښام په ۷ نیمو فلمونو نندارې ته وړاندې کېږي.

د هفنګټن پوسټ په وینا یوازې کورنۍ او ښځو ته اجازه ورکول کېږي چې په دې سینما کې فلمونه وګوري او هیڅ سړي او یا مجرد هلک نه‎شي کولای چې دې سینما ته داخل شي.

انټرنېشنل بزنس:

انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼې پاکستان ته د ولسمشرمحمد اشرف غني د خبرداري په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

افغان ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د واګه بندر پرانېزي نو پرخپله خاوره به منځنی اسیا ته د پاکستان د صادراتو لاره وتړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانيې له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ولسمشرغني ویلي، افغانستان نورپه وچه کې داسې ایسار هېواد نه‎دی چې د تجارتي مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره نورې ټرانزیټي لارې ونه لري.

انټرنېشنل بزنس ټایمز د افغان ولسمشرپه حواله وړاندې لیکي:

افغانستان تل له پاکستان او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د اقتصادي پرمختګ مخته پراته ټول تخنیکي خنډونه لري کړي.

محمد اشرف غني ویلي پاکستان د افغانستان د تازه میوو د صادراتو په مخنیوي سره افغان سوداګرو ته د میلیونو ډالرو زیان اړولی دی.

انټرنشنل بزنس ټایمز ورځپاڼه وايي، د سیمې لپاره د بریتانېي له استازي سره په خبري کنفرانس کې د افغانستان جمهور رئیس پاکستان په مستقیمه توګه تورن کړ چې د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو نورمونو برعکس په افغانستان کې له ترورېزم ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG