د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ولسي جرګې د شهید اوونۍ په ورځ د خلکو ځورول وغندل


ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې د شهید اوونۍ د لمانځلو پرمهال، د ځینو وسله والو ډلو او کسانو لخوا د خلکو ځورول او هوايي ډزې وغندلي اودا کار یې د شهید لمانځنه نه بلکې، له اخلاقو خلاف وګاڼه.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې د کورنیو چارو، د شکایتونو د اورېدو او د وکیلانو د خوندیتوب کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې په کابل ښار کې دې د پنجشنبې په ورځ د شهید د اوونۍ د لمانځلو پرمهال، د ځینو وسله والو لخوا د ډزو کولو او خلکو د ځورولو پېښه وڅېړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري وویل، په وسلو او ډزو کولو سره د شهید اوونۍ لمانځل د اسلام او ټولو ملي ارزښتونو او اخلاقو خلاف عمل دی او عاملین یې باید ژر تر ژره د قانون منګلوته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه:

"سره له دې چې موږ د وطن د شهیدانو پر روح درود وایو، خو په دې ورځ ځینې کسان له وسلو سره واټونو ته راووتل، ځینو خلک وځورل او په ښار کې یې ویره جوړه کړه، موږ دا عمل محکوموو او د کورنیو چارو، د شکایتونو د اورېدو او د وکیلانو د خوندیتوب کمېسیونو دنده ده چې موضوع ژر تر ژره وڅېړي، څو عاملین یې د قانون منګلوته وسپارل شي."

په افغانستان کې د شهید اوونۍ له پخوا راهیسې لمانځل کېږي او دغه ورځ د هېواد په کلیزه کې د یوې ځانګړې ورځې په توګه ځای لري.

د پنجشنبې ورځ چې د سنبلې له ۱۸ نېټې سره سمه ده، په موټرو کې سپرو وسله والو په کابل ښار کې ډزې کړي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او درې ټپیان شوي دي.

د ولسې جرګې ځینې غړي وايي، ډزې کول، له وسلو سره واټونو ته راوتل او د خلکو ځورول، د شهید د ورځې لمانځل نه بلکې د شهید مقام ته سپکاوی دی او باید مخه یې ونیول شي.

د جرګې غړې وږمې ساپۍ وویل:

"دا چې د یو شهید تلین لمانځو دا په دې معنی نه ده چې د هغه پرسر، نور شهیدان کړو او نورې قربانیانۍ ورکړو، دا چې د تورو ښیښو په موټرو سپاره او څوک یې له بهره نه ویني، له دې څخه خو طالب ښه دی ځکه چې ځای خو یې معلوم دی،یو ناڅاپه ښار وسله وال کېدل او ناڅاپه دومره بد معاشان راوتل، دا ښيي چې حکومت ورسره لاره لري."

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د پنجشنبې د ورځې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د دې قوماندانۍ د جنایي څېړنو رئيس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل:

فریدون عبیدي
فریدون عبیدي

"په دې باندې د کابل امنیتي ټیم، د کورنیو چارو وزارت او د امنیت شورا کار کوي، په دې اړه به لازم اقدامات وشي او له عاملینو څخه به پوښتنې وشي. "

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار کې د شهید د اوونې د لمانځلو په نامه ځینې وسله والې ډلې واټونو ته راوځي او د موټرو په کتارونو سره په ټول ښار کې ډزې کوي او ویره خپروي بلکې په تېرو کلونو کې هم ورته پېښې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان مقاماتو په خپلو وینا ګانو کې د شهید اوونې له دې ډول لمانځلو سره مخالفت ښودلې دی او دا کار یې د غیرمسؤلو کسانو خپلسري بللی ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG