د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۰ زیات وسله والو مخالفان وژل شوي ۴۹ نور ټپیان دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي یاد وسله والو په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې وژل شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې په تصفیوي عملیاتو کې د ملي اردو ۱۳ سرتیري هم وژل شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG