د لاسرسي لېنکونه

د جمهوري ریاست دویم مرستیال وايي، حکومت مکلف دی د شهیدانو له ویاړونو او له سیاسي او تاریخي میراثونو نه ساتنه وکړي.

محمد سرور دانش د شهید د اوونۍ په لمانځ غونډه کې وویل د اساسي قانون له مخې حکومت مکلف دی چې د خلکو تاریخي مبارزې وستايي:

"افغان حکومت مکلفیت لري چې هم د شهیدانو له ویاړونو د دوی له سیاسي او تاریخي میراثونو څخه ساتنه وکړي."

ښاغلي دانش همدارنګه وویل چې د جهاد د دورې او اوسني وخت شهیدان په ټول ملت پورې اړه لري او باید سمتي او قومي رنګ ورنه کړل شي.

XS
SM
MD
LG