د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان جمهور ئیس وايي چې افغان حکومت له یوه تاریخي ازمایښت سره مخامخ دی، خو افغانان د بریالیتوب لپاره دوامداره مبارزې ته ژمن دي.

محمد اشرف غني نن په ارګ کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په غونډه کې وویل چې حکومت او ولس دواړه اراده لري چې له دې ازمایښت څخه بریالي راووزي:

"موږ له یوه تاریخي ازمیښت سره مخ یو، په موږ باندې دغه یرغل یو تهاجمي شومه پدیده ده چې ټول نړۍ ته ګواښ دی او موږ یې په لومړي صف کې یو."

افغان ولسمشر همدارنګه وویل هر هغه څوک چې د افغانستان له خاورې او بچیانو څخه ساتنه کوي دوی اتلان دي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې جنګ ځکه په افغانستان شدید شوی چې وسله وال مخالفان د جګړې په ډګرکې ځپل شوي او دده په خبره بادران یې له انزوای سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG