د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن پر خپل سیال، ډونالډ ټرمپ انتقاد وکړ چې د روسیې په دولتي تلویزیون کې یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ستاینه کړې ده.

مېرمن کلنټن پرون په نیویارک کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل، د جمهوري غوښتونکو کاندید د سپتمبر په اتمه په ار- ټي تلویزیون کې یوه ورځ وروسته تر دې ښکاره شو چې پوتین یې ستایلی و او هغه یې د امریکا تر ولسمشر بارک اوباما غوره مشر ګڼلی و.

انتقاد کوونکي وایي، د روسیې ار- ټي تلویزیون په روسیي او انګلیسي ژبو د پوتین د حکومت لپاره تبلیغات کوي.

XS
SM
MD
LG