د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د لوی اختر د فضیلتونو ترځنګ په یوشمېر نور موضوعاتو هم لیکنې او تبصرې کړې دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د اخترونو یوه فلسفه داده چې د نړۍ مسلمانان سره راټول او د یوبل له ستونزو باخبره شي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې مسلمانان باید د هېوادونو او ډلو ګټو ته ونه ګوري بلکې د ټولو مسلمانانو ملي ګټې په نظر کې نیولو سره د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

انیس:

انیس ورځپانې په خپلې سرمقاله کې له افغان حاجیانو غوښتي چې د حج په مراسمو په ځانګړې توګه د عرفات غونډۍ چې حاجیان سخت ستړي وي او د حاجیانو دعا خدای قبلوي د افغانستان د سولې او ثبات لپاره دې لاسونه لپه کړي.

بل خوا بیا یو شمېر نورو ورځپانو پر یوشمېر نورو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي افغانستان د کورنیو بېځایه شویو له امله له انساني بحران سره مخامخ دی.

وړاندې په مطلب کې د ملګرو ملتونو په حواله ویل شوي چې که نړیواله ټولنه په دې برخه کې مرسته ونه کړي نو انساني ناورین به رامنځ ته شي.

دنیان:

دنیا ورځپانې په خپل لومړي مخ کې لیکلي افغان حکومت له افغانستان تېردونکو پاکستاني موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي پر پاکستان د منځنۍ اسیا د بازارونو تړل، افغانستان ښه وخت کې له پاکستانه غچ اخلي.

هېواد:

هېواد ورځپانې د افغانستان د هڅو د ناکامولو په هدف بهرني فشارونه تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې کله چې افغانستان کې کوم پرمختګ کیږي نو دښمنان یې د زغم حوصله نه لري.

لیکوال هغه سوداګریز ریل ګاډي ته اشاره کړې چې په تاریخ کې په لومړي ځل په مخامخ ډول له چین نه افغانستان ته را ورسېد او افغان سووداګریز مالونه یې افغانستان ته انتقال کړل.

د سرمقالې لیکوال نړیوالې ټولنې او د افغانستان ملګري هېوادونو ته سپارښتنه کوي چې له افغان حکومت سره ټینګ ودریږي او پرې نږدي چې دښمن د پرمختګ او هوساینې هڅې ناکامې کړي.

XS
SM
MD
LG