د لاسرسي لېنکونه

امریکا او روسیې موافقه وکړه چې په سوریه کې اوربند وشي او په دې ډول د سولې بهیر ته لار هواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تر اوږدو خبرو وروسته وویل که چېرته د ټولو خواوو له لورې اوربند مراعات شي، په سوریه کې به شخړې ودرېږي.

د جان کري په وینا که دا اوربند یوه اوونۍ دوام وکړي، امریکا او روسیه به د القاعده شبکې د ملاتړې، النصره او اسلامي دولت ډلې پرضد یوځای پوځي عملیات وکړي.

جان کري زیاته کړه، امریکا او روسیه د داسې پلان اعلان کوي چې موږ هیله من یوو چې په سوریه کې به شخړې راکمې شي، اروبند به وشي او د سولې او سیاسي انتقالي دورې لپاره به خبرو ته لاره هواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، موږ په دې باور یوو چې روسیه کولی شي چې د بشار الاسد پر رژیم فشار راولي ترڅو دا شخړې ودریږي او د سولې خبرو ته حاضر شو.

اوربند به د دوشنبې له ورځې چې د اختر لومړۍ ورځ ده، په سیمه ییز وخت له لمر لوېدو سره پیل شي.

XS
SM
MD
LG