د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د اټمي بم ازموینه وغندله او د پیونګ یانګ پر ضد یې د نویو بندیزونو په ګډون د لازمو اقداماتو پر سر بحث پیل کړ.

د امنیت شورا غونډه د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په بلنه د تړلو دروازو تر شا پرون جوړه شوه او د شمالي کوریا پنځمه اټمي ازموینه یې وغندله.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تېره ورځ خبردار ورکړ چې پر پیونګ یانګ به نوي بندیزونه ولګول شي.

شمالي کوریا پرون اعلان وکړ چې تر دې ازموینې وروسته اوس دغه هېواد کولی شي پیاوړې، وړې او سپکې اټمي وسلې جوړې کړي.

دا د شمالي کوریا پنځم اټمي ازمایښت او په تېرو اتو میاشتو کې دوهم یو دی.

XS
SM
MD
LG