د لاسرسي لېنکونه

په ايران کې د افغان کډوالو یوه ډله د شېراز له لويو لاسته راوړنو تر نوم لاندې په فليزي پنجره کې نندارې ته وړاندي شوي دي.

دا عمل د افغانانو او ايرانيانو له خوا له جدي غبرګون سره مخامخ شو.

د شېراز پوليسو په دې وروستيو کې خبر ورکړی چې د پراخو عملیاتو پر مهال يې يو شمېر غير قانوني توکي نيولي دي چې پکې زيات شمېر الکولي مشروبات، مخدره مواد او غير قانوني فلمونه شامل دي.

په همدې ورځ د امنيتي ځواکونو هماهنګ کوونکي مرستيال ناصر کشاورز اعلان کړی وو چې د عملیاتو پر مهال دوه سوه اوه اويا غير قانوني بهرنیان نيول شوي دي.

له دې وروسته د ايران امنيتي چارواکو د "شېراز تر ټولو لويو لاسته راوړنو " په نامه یو نندارتون جوړ کړ چې پکې يې هغه افغان کډوال په فلزي پنجره کې نندارې ته وړاندي کړل چې په ايران کې يې د اوسېدو جواز نه درلود او د دوی تر څنګ يې هغه توکي چې د عملیاتو پر مهال نيول شوي وو، نندارې ته وړاندي شول.

د نيول شويو افغان کډوالو نندارې ته له وړاندي کولو سره ډېرو افغانانو او ايرانيانو اعتراضونه وکړل.

د ايران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي وياند عبدالله رمضان زاده پر خپله انسټاګرام پاڼه په دې اړه لیکلي دي چې "انسانيت ته شرمنده شوم، افغانانو ته شرمنده شوم."

د انصاف ويب پاڼې په وينا، د افغانستان په پارلمان کې د هرات ولایت استازي محمد رضا خوشک هم د اعتراض په توګه داسي لیکلي دي:

"ويل کېږي په هغه ښار کې چې سعدي به ويل،که د بل انسان له غمه بې خبره يې نو د انسان نوم باید درنه کړو، د داعش په شان په پنجرو کې انسانان نندارې ته وړاندي کېږي."

د تحکيم وحدت شورا غړی علي جمالي هم پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې:

"موږ ته شرم دی چې دا مو وليدل او چوپ پاته شوي یو، د افغان وروڼو د دې سپکاوي لپاره د ويلو څه نه لرم ځکه دا کار له انسانیته وتلی وو، موږ ولې چوپ يو؟ ولې اعتراض نه کوو؟"

په همدې حال کې په ایران کې انصاف نيوز ويب پاڼې هم د ايران د امنيتي چارواکو د دې اقدام په اړه د يو شمېر افغانانو اعتراضونه خپاره کړي دي.

له دوی څخه يوه افغان شاعر او خبریال مصطفی هزاره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي:

"انسان څومره ټيټېدلای شي! ګورئ زما ايراني ملګرو، که تاسو له خپلې جغرافيې دباندي سفر وکړئ، وبه وينئ چې د انسان ارزښت هغه نه دی چې تاسو فکر کوئ."

د افغانستان سرزمين من ويبلاګ ليکونکي مهدي جعفري هم د افغانستان چارواکو باندي غږ کړی او ليکلي يې دي:

"سياسيونو، تاسو شرم وکړئ، تاسي چې د قدرت دعوې کوئ، د دې خبر په اورېدو بايد نن ومرئ."

خو د ايران د کورنیو چارو وزارت او امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي د مياشتې له سلو تر يونيم سلو غير قانوني افغانانو د نيول کېدو او افغانستان ته د لېږلو خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG