د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د شمالي کوریا دنوي اټمي ازموینې په اړه نړیوال غبرګونونه


شمالي کوریا نن پنځمه اټمي بم ازموینه په برياليتوب سره تر سره کړه.

دولتي رسنیو ويلي چې د سپتمبر په نهمه د اټمي سرګلولې تجربه وشوه او دا وړتيا لري چې د بالستيک توغنديو په وسیله اټمي وسلې وولي.

دا اعلان وروسته له هغه شوی چې په شمالي کوریا کې د پيونګيانګ د اټمي تجربو په ساحه کې زلزله احساس شوه.

د امریکا د جيولوژيکي سروې دفتر د دې زلزلې مقياس پنځه اعشاريه درې ثبت کړی دی.

جنوبي کوریا وايي، دا په پيونګيانګ کې تر ټولو قوي تر مځکې لاندې چاودنه وه.

د اټمي وسلو دغه ازمايښت په داسي حال کې دی چې تر دې مخکې ګڼ شمېر د بالستيک توغندیو تجربې وشوې چې د نړيوالو له خوا وغندل شوې او د ملګرو ملتونو له خوا پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول.

د جنوبي کوریا او جاپان مشرانو د شمالي کوریا د بالستيک توغنديو وروستۍ تجربه وغندله او خطرناکه او پاروونکې يې وبلله.

​د جاپان صدراعظم شينزو آبي دغه تجربه په بشپړه توګه د نه منلو وبلله او له پيونګ يانګ څخه يې شکايت وکړ.

چين هم د شمالي کوریا د اټمي تجربې مخالفت کوي او له پيونګیانګ څخه غواړي چې د اټمي وسلو د خپرېدو ضد خپلې ژمنې عملي کړي.

دا غوښتنې د چين د بهرنیو چارو وزارت کړي دي، چين د پيونګيانګ يوازينی لوی متحد هېواد دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، مسکو د دې تجربې په اړه جدي اندېښنه لري او غوښتنه يې کړې چې د ملګرو ملتونو قوانين باید په ټينګه پلي شي.

فرانسې هم د شمالي کوريا دغه اټمي تجربه غندلې ده او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه يې غوښتلي چې د ملګرو ملتونو له قوانينو د دغو سرغړونو پوښتنه باید وکړي.

جنوبي کوریا او متخصصينو ويلي چې د اټمي وسلو د تجربې دغه چاودنه ښايي د جنورۍ مياشتې تر مخکينۍ چاودنې دوه ځله لويه وي.

چين او جاپان دواړه د چاودنې اټمي وړانګې ارزوي او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ويلي چې د اټمي تجربې سره نېږدې ځای وضعيت ارزوي.

شمالي کوریا د سږ کال په جنورۍ مياشت کې د توغندیو يو شمېر تجربې وکړې چې ټولې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له قوانينو څخه په سرغړونه شوي دي.

ملګرو ملتونو له هغه راهيسي پر پيونګيانګ نوي بنديزونه ولګول خو شمالي کوریا دا بنديزونه له پامه غورځولي دي.

XS
SM
MD
LG