د لاسرسي لېنکونه

د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزیران په جنیوا کې د سوريې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کوي.

تر دې غونډې مخکې چې نن سهار پیل شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د جان کري او سرګيې لاوروف ترمنځ خبرې به په سوریه کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بشري مرستو پر رسولو او د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو پر لارو متمرکزې وي.

امریکا او روسیه د سوريې په جګړه کې له بېلا بېلو ډلو ملاتړ کوي.

د سوريې په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې شاوخوا ۴ سوه زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG