د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

نیویارک ټایمز: ترینکوټ په یوې زیانمنونکې سیمه بدل شوی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وروستي وضعیت په اړه لیکنه کړې او وايي، وروسته له هغې چې ددې ولایت پخوانی لانجمن امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان په کابل کې ووژل شو، ترینکوټ د پولیسو د خپل منځي ګډوډیو له کبله یوه زیانمنونکې سیمه ده.

ورځپاڼه وايي، مطیع الله خان د ناټو د سخاوتمندانه پوځي قراردادونو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیاسي ملاتړ له کبله پراخ واک درلود.

د لیکوال په وینا که څه هم د امنیې دې پخواني قوماندان د وسله والو طالبانو ګواښ دفعه کړی و، خو نوموړی په قبیله پالنې او د سیاسي رقیبانو خلاف د زور په کارولو تورن و چې دا ارزګان ولایت یې کمزوری کړی و.

واشنیګټن پوسټ:

بلې امریکايۍ ورځپاڼې واشینګټن پوسټ بیا د کابل ښار پر وروستیو بریدونو لیکنه کړې.

ورځپاڼه په نوې ښار کې د پاملرنې پر مرستندویه ټولنې برید ته په اشارې وايي، دا مرستندویه ټولنه چې د څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې کار کوي، د اوبو لګولو څاګانې جوړوې، د کثافاتو د ټولولو سیستم بهتره کوي، زرګونو افغانانو ته یې کاري زمینې برابرې کړي او په سلګونو جګړه ځپلو کلیو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو هڅه کوي.

د لیکوال په وینا پر پاملرنې وروستی برید ددې یو سخت خبرداری دی چې څنګه کله ناکله پر ښو ارادو په تراژیدیکه توګه ناسم قضاوت کېدای شي.

ورځپاڼه د وسله والو طالبانو په حواله وايي، پر پاملرنه یې ځکه برید وکړ چې دا بهرنیو جاسوسانو ځاله وه.

د ورځپاڼې په وینا په کابل کې وروستي بریدونه که له یوې خوا د افغانستان ښاري سیمو ته د جګړې پراختیا څرګندوي، ددې څرګندوی هم ده چې وسله وال طالبان غواړي او کولای شي چې ګڼ مېشتې سوداګریزې او حکومتي سیمې هدف وګرځوي.

لیکوال لیکي، د کابل د نوي ښار په فیشني سیمه کې د پاملرنې پر موسیسې د برید عیني شاهدان لا هم په ویره کې دي.

دغلته ټوله شپه د تېرې شوې جګړې غږونو ددې ځای په عمر پخو استوګنو ته د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جګړې وریادې کړې او د دوی ماشومان یې وویرول.

د شمسیې په نوم د نوې ښار یوې زده کونکې واشینګټن پوسټ ته ویلي،

دا ځای له یوې ورځې بلې ته خطرناک کېږي.

موږ که کور کې یوو، که ښوونځي کې یوو او که بازار کې د امنیت او روان وضیعت په اړه مو ذهن ناارامه وي.

د دې ویره وي چې هره شیبه برید کېدای شي.

XS
SM
MD
LG