د لاسرسي لېنکونه

په سوریه کې د القاعده شبکې د ملګرې ډلې "جبهه فتح الشام" د غړیو پر یوه مرکز په هوايي حمله کې د دې ډلې پيژندل شوی قوماندان "ابوعمر سراقب" ووژل شو.

دې ډلې پرون پنجشنبې پر ټویټر تایید کړه چې قوماندان "ابوهاجر الحمصي" چې یو لقب یې "ابو عمر سراقب" و د حلب ښار په جنوب کې د دوی د یو شمېر قوماندانو پر غونډه په هوايي حمله کې وژل شوي دی.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی،د ابو عمر سراقب چې د "ابو مسلم الشامي" په نوم هم پيژندل شوی، د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

جبهه النصره په جولاي کې اعلان وکړ چې له القاعده ډلې سره یې اړیکې شلولي او خپل نوم یې جبهه فتح الشام ته اړولی دی.

خو د امریکا متحدایالات دا تروریستي ډله ګڼي، د دې ډلې پر غړیو يې خپلو هوايي حملوته دوام ورکړی او په نوم کې دا تغیر یې رد شوی دی.

دا نده څرګنده چې د "ابو مسلم الشامي" د وژلو لپاره پرونۍ هوايي د حمله روسیې، امریکا یا د بشارالاسد د رژیم الوتکو کړې ده.

XS
SM
MD
LG