د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې پرون پنجشنبې تر ۷۰ زیات وسله وال طالبان ووژل شول.

د ارزګان امنیه قوماندان جنرال محمد ویس صمیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان له درنو مرګ ژوبلو وروسته د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا سیمو ته وتښتېدل.

صمیم وویل چې په وژل شویو طالبانو کې د ارزګان لپاره د دې ډلې پوځي مسؤل تور خالد هم شامل دی.

ده همداراز وویل چې ګڼ شمېر نور وسله وال طالبان په دې جګړه کې ژوبل شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG