د لاسرسي لېنکونه

د سوریې لسګونو مرستندویو ډلو اعلان وکړ چې له ملګرو ملتونو سره یې خپل کار وځنډاوه ځکه چې د دې موسسې ځیني ادارې او شریکان د سوریې د رژیم په انحصار کې دي.

شاوخوا ۷۳ مرستندویو ډلو د ملګروملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ته په یوه لاسلیک کړي لیک کې همداراز په سوریه کې د ملګرو ملتونو د ادارو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

په دغو ډلو کې د سوریې امریکايي طبي ټولنه او د سوریې ملکي دفاع ټولنه چې د اپوزیسیون تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي، هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټېفن دوجاریک دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG