د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د هېواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

ښاغلي دوستم ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او دی د امنیت د لا ښه کېدو او له خلکو سره د ارتباط لپاره هلې ځلې کوي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ عبدالرشید دوستم په یوه غونډه کې له ولسمشره ګیله کړې وه چې ده ته یې صلاحیت نه دی ورکړی، لاسلیک یې نه چلېږي او صلاحیتونه ورڅخه ولسمشر اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG