د لاسرسي لېنکونه

د اتریش څارنوالانو دوه تنه د پاریس د تېر کال د تروریستي حملو له ترسره کوونکو سره په مرسته تورن کړل.

د پاریس د تېر کال په تروریستي برید کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.

د دغو حملو په تړاو اتریش د جولای په میاشت کې یو پاکستانی او یو الجزایری فرانسې ته سپارلي وو.

د اتریش د څارنوالانو ادارې پرون پنجشنبې وویل چې دوه نور یې له هغو دوو تنو سره د مرستې په شک نیولي چې په جولای میاشت کې یې فرانسې ته وسپارل.

د اتریش څارنوالانو د نیول شویو کسانو نومونه نه دي څرګند کړي ځکه چې د دغه هېواد قوانین اجازه نه ورکوي چې د مشکوکو یا تورنو نومونه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG