د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ولې د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت ناڅاپه خراب شو؟


ولې د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت ناڅاپه خراب شو. د ارزګان د څنګ‎لوري هلمند په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو امنیت ان تردې حده خراب شوی و چې د ځینو د مرکزونو د سقوط اندیښنې یې هم راپورته شوې وې.

ارزګان مخکې هم د امنیت له پلوه یو زیانمنونکی ولایت و، د نورو سیمو د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په پام سره ولې د دې ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدام نه‎دی شوی.

ایا په ټوله کې په ناڅاپي توګه د ارزګان ولایت د امنیت خرابېدل د وسله‎والو طالبانو د یوه لوی پلان نښه ده او که تر شایې ځیني نور عوامل پراته په تېره بیا په حکومت کې امنیتي خلاوې.

دا مسئله نوریاس نوري په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو له استازي او د دې جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون له رئیس عبیدالله بارکزي سره په مرکه کې څېړلې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې په وروستیو درې ورځو کې چې طالبانو د ترینکوټ په لمنو کې حملو ته زور ورکړی و، ځانونه یې تر مرکز پورې ورسول، اصلي ستونزه چېرې ده؟

ښاغلي بارکزي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG