د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

سمندر: ارزګان کې ښکیلې خواوې دې ژورنالېستانو ته درناوی وکړي


په داسې حال کې چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله‎والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه په دې ښار کې د مېشتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې رئیس رحیم الله سمندر په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ژورنالېستان بې طرفۍ ته دې درناوی وکړي او د دوی خوندیتوب دې باوري کړي .

اجمل اند له رحیم الله سمندر سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په ارزګان څومره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شته چې دوی یې د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري ؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG