د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

روحاني: د نړۍ مسلمانان دې سعودي ته د تېر کال پېښې سزا ورکړي


د ايران ولسمشر د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی دی چې سعودي عربستان ته تېر کال د حج پر مهال د ټېل ماټېل او ګډوډي جوړېدو په خاطر سزا ورکړي.

حسن روحاني او د ايران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي خبرې په داسې حال کې دي چې د سعودي عربستان او ايران تر منځ وضعيت نور هم ترینګلی شوی دی.

د دغو سختو خبرو تبادله روانه اوونۍ هغه مهال پیل شوه چې سلګونه زره مسلمانان سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ورسېدل چې د سپټمبر په لسمه پيلېږي.

له هغه وروسته چې په مې مياشت کې د ایراني حاجيانو لپاره د خونديتوب د اقداماتو په اړه مذاکرات ناکامه شول، د ايران مسلمانانو ته سږ کال د حج کولو اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

دغه مذاکرات په دې مقصد شوي وو چې د تېر کال غميزه بيا تکرار نه‎شي او خلک د ټېل ماټېل له لاسه ونه‌وژل شي.

تېر کال د حج پر مهال تر څلور سوه زيات ايرانيان ووژل شول.

روحاني د پنجشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې پر سعودي چارواکو تور پورې کړ چې د خلکو د ژغورلو پر ځای يې د هغوی تماشا کوله.

ده وويل چې نور هېوادونه باید هڅې وکړي چې د سعودي عربستان حکومت ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړي چې اصلي حج ته زمينه برابره شي.

روحاني: نور هېوادونه باید هڅې وکړي چې د سعودي عربستان حکومت ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړي
روحاني: نور هېوادونه باید هڅې وکړي چې د سعودي عربستان حکومت ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړي

ده وويل:

"سعودي عربستان حکومت باید د دې پېښې مسئول وبلل شي. له بده‎مرغه دغه حکومت له مسلمانانو او مسلمانو هېوادونو څخه آن په خوله له بخښنې ډډه کړې ده."

په همدې حال کې خامنه‌اي د مېنا د ټېل ماټېل د قربانيانو له خپلوانو او ژوندي پاتې شویو سره د لیدو پر مهال وويل چې د سعودي شاهي کورنۍ د حکومت کولو وړتيا نه‌لري.

ده غوښتنه وکړه چې د سعودي عربستان شاهي کورنۍ بايد په بشپړه توګه د دې پېښې په اړه پلټنې وکړي او يا دې نړيوال کمېسيون ته اجازه ورکړي چې دا کار وکړي او يا دې هم د سعوديانو پر ځای بل چا ته د حج اداره کولو چارې وسپارل شي.

خامنه‌ای ويلي، دا پېښه يو ځل بیا ثابتوي چې دغه بدبخته او شيطاني کورنۍ د دې وړتيا نه‌لري چې د سپېڅلو ځايونو د اداره کولو چارې پر غاړه ولري.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور او د چارواکو، عادي خلکو او دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه ټېل ماټېل کې شاوخوا دوه نيم زره کسان ووژل شول خو د سعودي عربستان له‌خوا د تلفاتو رسمي شمېر چې اوه سوه او نهه شپېته اعلان شوی وو، تر اوسه تغير نه‌دی کړی او د سعودي حکومت هېڅکله د شمېرو د دې توپير په اړه څه ونه‌ويل او نه‌يې هم د هغو پلټنو نتايج اعلان کړل چې ژمنه‌يې کړې وه د دې غميزې په اړه به‌يې کوي.

په دغې پېښه کې تر ټولو زيات تلفات ايرانيانو ته اوښتي وو او د سېپټمبر په پنځمه خامنه‌اي پر سعودي عربستان د حاجيانو د قتل تور پورې کړ او بله ورځ د سعودي مشر مفتي وويل چې ايرانيان مسلمانان نه‌دي.

XS
SM
MD
LG