د لاسرسي لېنکونه

پنټاګون وایي، که روسیه د سوریې د ناکراریو په برخه کې پر اوربند موافقه ونه‎کړي نو د جګړو د عواقبو مسؤلیت به ورله غاړې وي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر پرون له سي.ان.ان خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې روسیې تر اوسه د سوریې د اوربند په اړه موافقه نه‎ده ښودلې، خو وایي که دا کار وکړي نو سمه لار به یې انتخاب کړې وي:

"موږ دا کار ازمایو. هغوی تر اوسه د اوربند په اړه موافقه نه‎ده ښودلې. که موږ وکولای شو هغوی وهڅوو چې سوریې کې پر سمې لارې ګام واخلي نو دا به ښه وي. دا هغه پریکړه ده چې دوی یې باید وکړي، خو په عین حال کې به دوی د هغو عواقبو مسؤلیت ولري چې کولای شو مخه یې ونیسي."

دغه راز د امریکا د دفاع وزیر پرون په اکسفورډ پوهنتون کې د وینا پرمهال د روسیې په وړاندې سختې خبرې کړي دي او مسکو یې په ښکاره د نړیوالو معیارونو په سرغړونه تورن کړ.

کارټر زیاتوي چې روسیه په اوکراین، سوریې او ځینو نورو برخو کې په غیرمسلکي ډول چلند کوي.

دی وایي، له روسیې سره دښمني نه غواړي خو، غلطي هم نه‎شي منلی.

XS
SM
MD
LG