د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د کانګو خطرناکې ناروغۍ نه د ځان ساتنې په هدف لازم ټکي!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې د کانګو له ویروسي خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په هدف لازم ټکي په پام کې ولري.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان کال له پیله تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د کانګو ناروغۍ ۶۶ پېښې ثبت شوي چې په دغې ناروغۍ اخته ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا چې کانګو یوه ویروسي ناروغي ده، له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له طریقه انتقالېږي.

ښاغلي نعیم له خلکو وغوښتل چې د قربانۍ پر مهال له احتیاطه کار واخلي.

د روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم
د روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم

نعیم وايي:

"احتیاط داسې ده چې هغه کس چې قرباني کوي هغوی باید داسې جامې واغوندي چې رنګ‌یې روښانه وي، یعنې په حیواناتو کې یوه کنه ده چې همغه سړی وچېچي مرض انتقالېږي او د حیواناتو پوستکي ته نېږدې کېدل هم په دغه مرض د اخته کېدو خطر له ځانه سره لري."

ښاغلي نعیم وویل چې دغه ناروغي تر ډېره په هرات او بادغیس ولایتونو کې لیدل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د دغې ناروغۍ لپاره کوم واکسین نه‌دی موجود.

ډاکټر احمد جان نعیم وايي چې خلک د حیواناتو په وړۍ د لاس تېرولو پر مهال باید له دست‎کشو او نورو وقایوي جامو کار واخلي.

په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون رئیس ډاکټر زلمی نورزی وايي چې د روان کال له پیله تر دې دمه په کانګو ناروغۍ اخته ۲۷ ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې چې درې یې مړه شوي دي.

د کانگو ویروس نمونه چې د وینې بحوونکې تبې لامل ګرځي.
د کانگو ویروس نمونه چې د وینې بحوونکې تبې لامل ګرځي.

ډاکټر نورزی د کانګو ناروغۍ علایم، شدیده تبه، سر خوږی، د ځان درد او زړه بدوالی ګڼي وايي چې هغه کسان چې دغه علایم په ځان کې ویني، باید ډېر ژر تر ټولو نېږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

ډاکټر نورزی زیاتوي:

"د تشخیص دوره‌یې فرق کوي، خو علایم‌یې شدیده تبه، د ځان درد، د عضلاتو شخېدل، له وړانګو څخه وېره، هغه خونریزي چې د بدن معافیتي سیستم ته ګواښ پېښولای شي لکه د پزې خونرېزي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ډېری هغه کسان د دغه خطر له ګواښ سره مخ دي چې له حیواناتو سره‌یې سر او کار دی لکه، قصابان، د حیواناتو ډاکټران، هغوی چې کرنه او مالداري کوي او په دغه مرض د اخته کسانو د کورنۍ غړي او هغوی چې ورنه پالنه کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې کانګو یوه خطرناکه ناروغي ده خو د لازمو تدابیرو په نیولو سره‌یې له اخته کېدلو مخنیوی کېدلای شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG