د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال د غوره‎لیګ سیالیو په دوام به نن د طوفان هریرود او د میوند اتلان میدان ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر رؤفي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به نن مازدیګر پیل شي.

د ښاغلي رؤفي د معلوماتو له مخې په هغه سیالۍ کې چې تېره ورځ د سیمرغ البرز او موج های آمو ترمنځ شوې وه سیمرغ البرز ټیم څلور پر یو موج های آمو ټیم ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال د غوره‎لیګ سیالۍ د دوو اوونیو راهیسې د هېواد د اتو زونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوې او درې اوونۍ به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG