د لاسرسي لېنکونه

د فراه امنیتي چارواکي وایي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۳ مسافر د وسله‌والو مخالفانو له لوري تښتول شوي دي.

د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو مخالفانو دغه ۱۳ مسافرین تېره ورځ ناوخته د یو ۳۰۳ موټر نه ښکته کړي او نامعلوم لوري ته‌یې بیولي دي.

نوموړي وویل چې د دغو کسانو د بېرته خوشې کېدو لپاره هڅې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG