د لاسرسي لېنکونه

د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د روسيې د جمهور رئیس ستاینه کړې ده او هغه‌يې تر باراک اوباما ښه رهبر بللی دی.

ټرمپ پرون په نیویارک کې په یوې ټلوېزیوني انتخاباتي غونډه کې وویل، پوتین یو ښه مشر دی او پر خپل هېواد کلک کنټرول لري.

د «اېن، بي، سي» ټلوېزیوني شبکې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر شي نو د روسيي او امریکا تر منځ کړکېچ به په څه ډول ختم کړي، ډونالډ ټرمپ وویل، دی به له ولسمشر پوتین او روسيې سره ډېرې ښې ټینګې اړیکې جوړې کړي.

ټرمپ زیاته کړه چې روسیه هم د امریکا په شان د داعش د ماتولو هوډ لري او دی به له روسيې سره په ګډه په عراق او سوریه کې د داعش د ماتولو لپاره کار وکړي.

د روسيې د ولسمشر د ستایلو له امله پر جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ زیات انتقادونه کېږي خو نوموړي په وار-وار ویلي چې که پوتین د ده ستاینه کوي دی به هم هغه ستايي.

د روسيې ولسمشر ولادیمر پوتین ډونالډ ټرمپ یو فوق‌العاده رهبر بللی دی.

XS
SM
MD
LG