د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

سرچینه: کابل تایمنيو پروژې سیمه کې چاودنې یو تن وژلی


د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې پورې اړوند د تایمنیو پروژې د پنځم سړک سیمه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ځای پرځای شوی وو او ټپیان درې واړه ملکي وګړي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی هم دی.

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې نن په کابل ښار کې د شهید اوونۍ لمانځل کېږي او په دې ښار کې امنیتي تدابیر هم ډېر جدي دي.

تېره ورځ د کابل ګارنېزیون عمومي قومندان جنرال ګل نبي احمدزي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې وسله‎وال مخالفین هڅه کوي چې د شهید د اوونۍ په مناسبت پر جوړو شویو غونډو حملې وکړي.

د تېرې دوشنبې ورځ هم کابل ښار د انتحاري او وسله‎والو حملو شاهد وو.

په لومړۍ انتحاري حمله کې چې د دفاع وزارت په دروازه کې وشوه چې د عامې روغتیا وزارت په خبره ۴۱ تنه ووژل شول او څه باندې سل نور ټپیان شول.

په دوېمه پېښه کې چې شهرنو سیمه کې وشوه د کورنیو چارو وزارت په خبره شپږ تنه ټپیان شول.

د لومړۍ پېښې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو ومانه خو د دویمې حملې مسؤلیت لا تراوسه چا په غاړه نه‎دی اخیستې.

پخواني:

د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې پورې اړوند د تایمنیو پروژې پنځم سړک سیمه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

دا چاودنه شاوخوا لس بجې شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ځای پر ځای شوی و او ټپیان درې واړه ملکي وګړي دي.

ځینو منابعو ویلي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی هم دی.

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې نن په کابل ښار کې د شهید اوونۍ لمانځل کېږي او په دې ښار کې امنیتي تدابیر هم ډېر جدي دي.

تېره ورځ د کابل ګارنېزیون عمومي قومندان جنرال ګل نبي احمدزي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې وسله‎وال مخالفان هڅه کوي چې د شهید اوونۍ په مناسبت پر جوړو شویو غونډو حملې وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ هم کابل ښار د انتحاري او وسله‎والو حملو شاهد وو.

په لومړۍ انتحاري حمله کې چې د دفاع وزارت په دروازه کې وشوه د عامې روغتیا وزارت په خبره ۴۱ تنه ووژل شول او څه باندې سل نور تپیان شول.

روغتیا وزارت: دفاع وزارت مخ ته چاودنو د مړو شمېر ۴۱ ته ورسېد
روغتیا وزارت: دفاع وزارت مخ ته چاودنو د مړو شمېر ۴۱ ته ورسېد

دویمه پېښه کې چې په شهرنو سیمه کې وشوه د کورنیو چارو وزارت په خبره شپږ تنه ټپیان شول.

د لومړۍ پېښې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو ومانه خو د دویمې حملې مسؤلیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه‎دی اخیستې.

XS
SM
MD
LG