د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

ګردېز ښاريان: خپل ښار له ښاروالۍ سره په حشر پاکوو


درې ورځې کېږي چې د ګردېز ښار پاکوالي او منظم کېدو لپاره د حکومت له لوري د خلکو سره په همغږۍ د پاکوالي اشر روان دی او ګردېز ښاروالۍ او اړوند ادارې غواړي د ښار د صفايۍ په برخه کې جدي اقدامات وکړي او د ټرافيکو په مرسته د بې‌ځايه ګڼې ګوڼې مخه ونيسي.

ګردېز ښاريان په دې خوشحاله دي چې د ښاروالۍ او ټرافيکو مديريت له لوري په شريکه د ښار د پاکوالي او ګڼې ګوڼې د مخنيوي او ښار منظم کېدو لپاره اقدامات شوي دي او وايي چې دوی په‎ خپله ورسره په دې حشر کې برخه اخیستې او همکاري کوي.

ګردېز ښاريان په ښار کې د سړک له سره د رېړيو او ګاډيو د يو منظم ځای ته انتقال په اړه څرګندوي چې حکومت بايد په دې برخه کې لا زيات کار وکړي او د دوی لپاره منظم ځايونه او مارکېټونه جوړ او تنظيم کړي.

د ګردېز دوه تنه ښاريان وايي:

"پاچا خان یم، د ګردېز اوسېدونکی، دلته ښار پاک شوی دی، ښه اساس کار روان دی مخکې د رېړۍ والا د ګاډۍ او کېلو ولا هر شي والا به دلته په سړکونو ولاړ وو، اوس نه‌دي ولاړ او ډېر ښه دي موږ هم ورسره همکار يو چې دوی کار وکړي او لارې هم اوس نه‌بندېږي، غوښتنه همدغه ده چې د ښار صفايي ته پام وکړي موږ هم ورسره همکاري کوو دوی دې هم کار وکړي."

"زه شير ګردېزی د ګردېز اوسېدونکی، موږ د ګردېز ښار اوسېدونکي او ښاريان ټول اماده يو چې موږ خپل ښار پاک کړو اوس موږ دغه کراچۍ ګانې او دا ټول مو ايسته کړي دي او ټولې چاراهي ګانې مو پاکې کړې دي له ښاروالۍ سره مو مرسته کړې ده."

ښاريان که څه هم د ښاروالۍ او ټرافيکو مديريت له لوري په دغه اقدام خوشاله دي او خلک ورسره د ښار په نظم راوستو کې همغږي ګڼي خو ځيني بيا وايي چې د ښار تنظيم بايد د مؤقت وخت لپاره نه بلکې دوامدار وي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی وايي:

"زما نوم حاجي عطا محمد ګردېزی دی، اوس چې دغه صفايي شوې ښار ډېر ښه شوی دی او مخکې دومره ګڼه ګوڼه وه چې بېخي په پياده رونو کې او ان د سړک پر سر به د ګاډيو له رش څخه څوک نه‌شوای تېرېدلی اوس ښار تنظيم شوی او ښه شوی دی، مخکې په پښو هم څوک نه‌شوای تېرېدلی، موږ له ښاروال څخه مننه کوو، اوس خو دغه کار وشو او ښار پاک شو، داسې نه‌شي چې اوس‌يې پاک کړ او بيا يې پرېږدي يوازې خلکو ته په دې دوه ورځو کې ځان وښيي چې دوی کار کړی دی."

د ښار پاکوالي او منظم ساتلو لپاره ځوانان په دې اند دي چې که د ښاروال او ښاريانو تر منځ همغږي موجوده وي ټولې ستونزې به‌يې په خپل وخت هوارې شوې وي.

د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازی شفيق‌الله سحر وايي:

"اساسي خبره دا ده چې د ښار د اوسېدونکو او ښاروالۍ تر منځ منظمه همغږي موجوده وي، ټولې ستونزې به په خپل وخت هواروي او په دې سره به وضعيت سم وي."

د ګردېز ښار له سړکونو څخه د بېلابېلو توکو لاسي ګاډۍ د ګردېز ښار يوې څنډې ته راوړل شوې او غونډ شوي دي دا چې د ښار تنظيم په برخه کې لا نور څه پلانونه موجود دي، په همدغه ځای کې د خلکو د منظم کېدو لپاره ولاړ د ټرافيکو مدير څارمن محمد شفيق ازادي راډيو ته وويل:

"د کراچيو له پاره مو مشخص ځای ټاکلی دی هغلته مو انتقال کړل او دا کار مو چې خلاص کړ بيا مو د موټرو لپاره هم ځايونه په نښه کړي او د هغه لپاره هم اقدام کوو، څو پورې وکولای شو، خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو او ښار منظم کړو."

نوموړي دا هم وويل چې له ښاروالۍ سره په شريکه غواړي ښار په نمونوي بڼه بدل او ښاريان په ښه نظم راوستلو او قانون پلي کولو مجبور کړي.

ګردېز ښاروال عصمت‌الله خالد هم وايي، دوی د ښار د تنظيم او پاکوالي له پاره د خلکو په مرسته غواړي نوي جوړ کړي پلانونه پلي کړي او په خبره‌يې هر هغه څوک چې له قانونه سرغړونه وکړي د قانون سره سم‌يې جريمه کوي.

ښاغلي خالد زیاته کړه:

"په ګډه مو تصميم نيولی او په دغې برخه کې راسره دوکاندارانو او ښاريانو مرسته وکړه او په دې کې راسره ډېره مرسته د ټرافيکو مديريت وکړه، ښار کې مو ځايونه تنظيم کړي اوس مو ځينې ور انتقال کړل د دغه اختره پورې به‌يې تعقيب کړو او نور هم انشاالله ور انتقالوو او د ښار پاک ساتلو لپاره مو دوامدار پلان تنظييم کړی دی."

د ګردېز ښار پاکوالي او منظم کېدلو دغه حشر په داسې حال کې روان دی چې لا هم د ښار اوسېدونکي وايي، د موټرو د پارکېنګونو او بېلابېلو اصنافو لپاره د منظمو ځايونو نشتوالي له امله له ګڼې ګوڼې په تنګ دي او غواړي چې په ښاري تنظيم کې تر دې جدي اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG