د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

خوست کې د غونډو لپاره ځانګړي ودانۍ جوړېږي


د چهارشنبې په ورځ د خوست د اداري کمپلیکس په سیمه کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو، یاده ودانۍ چې د ښار او کور جوړولو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسېږي.

خوست والي حکم خان حبیبي د کار د پیلېدو په ځای کې رسنیو ته وویل چې د غونډو لپاره دا ودانۍ په دوه پوړونو کې جوړېږي چې په اول او دویم منزل کې به لوی، لوی تالارونه ولري.

نوموړي په خوست کې د کنفرانسونو د اساسي خونو شتون یوه مهمه اړتیا وبلله او زیاته يې کړه چې پخوا په اداري کمپلیکس کې چې خواوشا ۴۰ ادارې په کې فعالیت کوي، د ملي او تاریخي ورځو د لمانځنې لپاره مناسب ځای نه وو.

خوست والي حکم خان حبیبي
خوست والي حکم خان حبیبي

حکم خان حبیبي وویل:

"لاندې منزل کې به ۳۲۰ کسانو د ډوډۍ خوړلو تالار او په دویم منزل کې د ۴۰۰ کسانو لپاره د غونډو او کنفرانسونو تالار ولري. دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې په اول منزل کې به د «۳۲۰» کسانو لپاره د خوراک سالون او په دویم منزل کې به د غونډو او کنفرانسونو لپاره د ۴۰۰ کسانو په ظرفیت دویم سالون جوړ شي."

خوست والي هیله وښوده چې د ښاري پراختیا وزارت په پاملرنه به په راتلونکې کې خوست ښار ته د اوبو رسونې پروژه هم منظوره او عملي کارونه به یې پیل کړي.

ده له یاد وزارته وغوښتل چې په یو شمېر نېږدې ولسوالیو کې استوګنېزو ښارګوټو د جوړولو له لارې د خوست ښار د ګڼه ګوڼې د کمولو او په ولسوالیو کې د سوداګریزو چارو پرمختیا ته هم توجه وکړي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي هم په خوست کې د بیارغونې له روان بهیره خوښي څرګنده کړه.

ده وویل، په خوست کې په پرله‎پسې توګه د نویو پرمختیايي پروژو پیلېدل او د نورو بشپړېدنه د سالمې رهبرۍ، ښې همغږۍ او د ولسونو د پوره همکارۍ په مانا ده.

قومي مشر محمدقیوم خان د ځايي ادارې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د پروژو د تطبیق له څرنګوالي د دوامداره نظارت په خاطر دې منظم ټيمونه مؤظف کړي.

قومي مشر محمدقیوم خان د ځايي ادارې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د پروژو د تطبیق له څرنګوالي د دوامداره نظارت په خاطر دې منظم ټيمونه مؤظف کړي.
قومي مشر محمدقیوم خان د ځايي ادارې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د پروژو د تطبیق له څرنګوالي د دوامداره نظارت په خاطر دې منظم ټيمونه مؤظف کړي.

ده د ودانیزو شرکتونو په مسؤلینو هم غږ وکړچې د پروژو په تطبیق کې له هېوادني احساسه کار واخلي او پروژې دې په ښه کیفیت پلي کوي.

د چارو کتونکی سپین‎روان نورزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې امنیتي ګواښونه د پخوا په پرتله څه نا څه زیات شوي په امنیتي ساحو کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د خوندي ځایونو جوړول ګټور دي.

د ده په وینا د خوست ښار اداري کمپلیکس د هغو سیمو څخه ده چې په امنیتي لحاظ تر یوه بریده خوندي ده او د دې ودانۍ په جوړولو سره به نور امنیتي ځواکونه اړ نه وي چې د یوې غونډې لپاره د ښار یو شمېر سړکونه وتړي او ښاریان له‎دې اړخه ستونزې وګالي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG