د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزیر پر روسیې سخت انتقاد وکړ، ده مسکو تورن کړ چې په ښکاره‌یې دا تمه ده چې نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي.

اشټون کارټر پرون دا خبرې د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د وینا پر مهال وکړې.

اشټون کارټر محصلانو ته وویل چې روسیې په غير مسلکي ډول په اوکراین، سوریې او انټرنټ نړۍ کې ځان ښکېل کړی دی.

کارټر زیاته کړه چې موږ روسیې ته د دښمن په سترګه نه‌ګورو، خو موږ به له خپلو متحدانو او نړیوالو اصولو دفاع وکړو او پرې به نه‌ږدو چې ښه راتلونکې مو خرابه شي.

کارټر بیا وویل چې امریکا او روسیې له سړې جګړې راوروسته د همکارۍ په برخه کې پرمختګونه کړي، خو اوس داسې ښکاري چې روسیه د بې‌ځایه حرص او بې‌ځایه وېرې لورته درومي.

XS
SM
MD
LG