د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وویل، که دی ولسمشر شي د امریکا پوځي لګښت به زیات کړي او پوځ ته به نور کسان جذب کړي.

ټرمپ په ورته وخت کې پر خپلې سیالې هېلري کلنټن انتقاد وکړ او د هغې بهرنۍ تګلاره‌یې وغندله.

ټرمپ زیاته کړه:

"دا د خپلې تجربې خبرې کوي، خو د هېلري کلنټن یوازینۍ بهرنۍ پالېسي یو مخ له یوې ناکامې تجربې سره پای‎ ته ورسېده. هر ځای چې دا مداخله کوي، کار نور هم پسې خرابېږي."

ډونالډ ټرمپ پرون په فیلادلفیا کې د وینا پر مهال دا هم وویل، کله چې هېلري کلېنټن د بهرنیو چارو وزیره وه هغه وخت‌یې منځني ختیځ په ګډوډ حالت کې پرېښود.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نوومبر په اتمه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG