د لاسرسي لېنکونه

د ایران ولسمشر د نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې تېر کال د حج د مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل په خاطر سعودي عربستان ته سزا ورکړي.

په دغې پېښه کې ۲ زره او ۴ سوه کسان ووژل شول چې شاوخوا ۴ سوه‌يې ایرانیان وو.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يې ویلي د تېر کال د حج د مراسمو پر مهال د شوې پېښې په اړه باید په نړیواله سطحه پلټنه وشي.

د حسن روحاني او خامنه‌يي پرونۍ څرګندونې د ایران او سعودي عربستان تر منځ د روانې لفظي جګړې تازه انتقادونه دي.

د ریاض او تهران تر منځ په اړیکو کې کړکېچ په داسې وخت کې پراخېږي چې میلیونونه مسلمانان د روانې سېپټمبر په لسمه نېټه د سږني کال د حج مراسم پیلوي.

سږ کال حج کې ایرانيانو ته د ګډون اجازه نه‎ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG