د لاسرسي لېنکونه

ارزګان کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو حمله‌یې په شا تمبولې او د هغوی ځواکونه نېږدې ۱۵ کېلومتره شاته شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي ازادي راډیو ته وویل چې د چهار شنبې په ورځ افغان ځواکونو په تکتیکي ډول یو شمېر پوستې خوشې کړي او په ځوابي برید کې یې وسله‎وال بېرته له دې ځایونو وایستل.

ښاغلي صمیمي زیاته کړه:

"دښمن چې کومو سیمو ته داخل شوي وو، د ترینکوټ نېږدې دوه، دوه نیم کېلومترۍ کې وې او دا سیمې مو ټولې بېرته له دښمنه ونیولې. افغان ځواکونه په ډېر مېړانه له ترینکوټ او د ارزګان له ټولو ولسوالیو دفاع کوي."

طالبانو پرون ویلي وو چې دوی ۱۵ پوستې نیولي دي او په ارزګان کې یې مهمه پوځي اډه لاندې کړې ده.

د ارزګان امنیه قوماندان وایي چې د طالبانو تر سلو ډېر کسان په دې جګړه کې وژل شوي، محمد ویس صمیمي تېر ماښام د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې څلور پولیس وژل شوي او شپږ تنه هم ټپیان دي.

صمیمي تېر ماښام د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې څلور پولیس وژل شوي او شپږ تنه هم ټپیان دي.

صمیمي تېر ماښام د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې څلور پولیس وژل شوي او شپږ تنه هم ټپیان دي.

د چهارشنبې په ورځ کله چې ترینکوټ کې پر امنیتي پوستو بریدونه سخت شول د ترینکوټ دننه یو شمېر چارواکو ځینو رسنیو ته وویل چې افغان ځواکونه د خوړو او مهماتو ستونزه لري.

د ارزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم روېټرز اژانس ته ویلي و، که هوایي ځواکونه مداخله ونه‎کړي او پلي ځواکونه رانه‎شي ترینکوټ به طالبان ونیسي، خو امنیه قوماندان وایي چې د دوی ځواکونه هېڅ راز ستونزه نه‎لري.

طالبانو هڅه کوله چې د ترینکوټ زندان ته ځانونه ورسوي، دوی د چهارشنبې په ورځ د زندان تر نېږدې دوه کېلومترۍ پورې پرمختګ هم وکړ.

تېر کال چې کله طالبانو د کندز ښار ونیو هلته‌یې هم زندان خوشې کړ چې د دوی د بندیانو تر څنګ هغه کسان هم ټول خوشې شول چې د قتلونو، بدلمنیو، غلاوو او نورو ډول ډول جرمونو لپاره زنداني وو.

XS
SM
MD
LG