د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

واخان یوه ډېره امنه سیمه، خو تر سخت فقر لاندې


د افغانستان په شمال ختيځ کې ليري پرته د واخان سيمه امنيت لري، خو خلک يې په خټينو کورو کې اوسي، د څښلو اوبه يې پاکې نه دي، برق نه لري او په کورو کې يې له يو څو قالينو پرته نه وسايل شته، نه حمام او نه کارخانه.

په دې سیمه کې خلک نقدې پيسې نه لري او ټول راکړه ورکړه د شيانو په تبادله کېږي او هيڅ څوک نشته چې د بل پوروړی نه وي.

د واخان دهلېز چې د افغانستان د دوهم پارک په توګه اعلان شوی دی، ښايي د افغانستان تر ټولو امن ځای وي، خو ان د افغانستان پر کچه دغه ځای ډېر بې وزلې بلل کېږي ځکه خلک يې ټول د پور په شيانو ژوند کوي.

​د تاجکستان لور ته د واخان سرکونه سم دي، خلک برق لري او پر کورونو يې ستلايتونه لیدل کېدای شي، خو د پولې دې غاړې ته چې اوولس زره نفوس لري او ډېری اوسېدونکي يې اسماعیلي مذهبي دي، خلک د بې وزلۍ ژوند کوي.

د دې ځای اوسېدونکي پاميري تاجکي لهجه لري او د دې ځای خلک واخي بلل کېږي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس د خبريال په وينا، افغان حکومت غواړي د دې ځای وضعيت بدل کړي.

دوه کاله مخکې افغان حکومت واخان د ملي پارک په توګه اعلان کړ.

د واخان د ولسوال نصرت الله نايل په وينا خلکو اندېښنه درلوده چې له دوی به مځکې واخيستل شي.

چارواکي به دغه ځای ته سفر وکړي چې خلک قانع کړي چې له سيلانيانو سره به د دې ځای اقتصاد ښه شي او خلکو ته به د کار زمينه برابره شي، خو د واخان ولسوال وايي، د سلو کسانو سيلانيانو په ورتګ سره به د سيمې اقتصاد ښه نه شي.

د محمد ایوب په نامه يو دوکاندار چې دوکان له پلاره ورته په میراث کې پاته شوی دی، وايي په دغه ځای کې هيڅ څوک پيسې نه لري ان که کار کوي دومره پيسې لاس ته نه ورځي چې خپلې اړتياوې باندي رفع کړي، محمد ايوب پخپله ډېری شيان خلکو ته په پور ورکوي.

د ده په وينا، دلته په پيسو پلور او پېرل نه کېږي بلکه خلک په بدل کې توکي او څاروي هم مني لکه پسونه، وريجي، اوړه، چای، بوره او هر بل څه چې خلک يې لري.

اسوشيېټډ پريس خبري اژانس ليکي چې فاطمه روشن هغه مېرمن ده چې د طبیعي منابعو د ژغورنې سازمان لپاره يې د واخان له ۴۲ کلو څخه په اتلسو کې سروې کړې ده.

دا وايي داسي کورنو ته تللې ده چې هيڅ کله یې غوښې نه دي خوړلي، پاکې اوبه نه لري او په مياشتو نه دي لمبېدلي.

سړي څو ځلې ودونه کوي ځکه ډېری ښځې د اولاد د زېږېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي او ښځې له بېري نه غواړي حامله شي.

که څه هم د دغه ځای بې وزلي زړه بوږنوونکې ده خو په تېرو دوو کلونو کې نړيوالو حکومتونو او ادارو د پلونو، پلچکونو، د اوبو کانالونو، ښوونځو او کلينيکونو په جوړولو سره د پرمختګ لاره پرانيستې ده.

XS
SM
MD
LG