د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ایا افغان حکومت طالبان يوه ترورېستي ډله بولي؟


ايا افغان حکومت طالبان يوه ترورېستي ډله بولي؟

افغان حکومت وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان بې‌ګناه خلک وژني او د دولت او خلکو د پرمختګ مخالفت کوي، هغه ټول ترورېستان او باغيان دي چې له ټولو سره یو ډول چلند کېږي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ټولې ترورېستي ډلې که طالبان وي، که داعش وي او که په بل هر نامه وي چې د افغانستان د پرمختګ دښمن وي، ټول ياغيان او ترورېستان دي.

دا چې افغان حکومت او ولسمشر په روښانه توګه ويلي چې د بې‌ګناه افغانانو وژونکي او د دوی د پرمختګ مخالفين ترورېستان دي او په همدې حال کې طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لوی شمېر حملو مسئوليت په ښکاره مني او د افغان ځواکونو او ملکيانو د وژنو او د پلونو او سړکونو د تخريبولو مسئولیت مني، ايا دا په دې معنا ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې له ترورېستانو سره د سولې خبرې دي؟

هارون چخانسوري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو په اړه دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت خپل دريځ دومره روښانه کړی چې تر ملي وحدت حکومت مخکې دومره روښانه نه‌وو.

هغه وايي، د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو پر مهال د حکومت او خلکو غوښتنه د سولې راوستل وو.

دی وايي، په دې اړه هر هغه اقدام چې لازم وو، د ولسمشر له‌خوا او د حکومت له‌خوا تر سره شو چې وکولای شي په افغانستان کې تل پاتې او باعزته سوله راشي.

هارون چخانسورِي
هارون چخانسورِي

هغه زیاته کړه:

"د سولې دروازې اوس هم هغو کسانو ته پرانيستې دي چې له جګړې او شرارت څخه لاس اخلي، د افغانانو تر منځ خبرو ته دروازې پرانيستې دي، موږ تل اماده يو چې مذاکرات ورسره وکړو له هغو کسانو سره چې جګړه نه‌غواړي خلک نه‌وژني او هغه کسان چې جګړه او شرارت کوي او بې‌ګناه خلک وژني، د افغان امنيتي ځواکونو له‌خوا ورته قاطع ځواب ورکول کېږي."

په کابل او يو شمېر نورو سیمو کې له ترورېستي بريدونو وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صدیقي هم پر خپله ټويټر پاڼه غوښتنه کړې وه چې طالبان باید په رسمي توګه يوه ترورېستي ډله اعلان شي.

د تېر کال په لومړيو کې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیات پای ته ورسېدل، سپينې ماڼۍ طالبان د ترورېستې ډلې پر ځای وسله‌واله مخالفه ډله وبلله.

له دې وروسته د تېر کال په لومړيو کې د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي رئيس جاش ارنسټ ويلي وو چې د طالبانو ترورېستي تکتيکونه يوازي په افغانستان کې دننه متمرکز دي خو يو شمېر ډلې لکه القاعده بیا پر نړیواله کچه حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه تور لېست کې چې د ترورېستي ډلو نومونه شامل دي، د افغان طالبانو د ډلې نوم نه‌دی ليکلی، خو د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې نومونه د ترورېستي ډلو په دغه ليست کې شامل دي.

خو د امریکا له‌خوا د افغان طالبانو يو شمېر کسان ترورېستان اعلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG