د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

هوتک: افغان کرکټ ټيم بنګله‌دېش سره سیالۍ کوي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، په نړیوال جدول کې د خپلو امتیازاتو لوړولو په خاطر بیا هم د بنګله‌دېش ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د ملي لوبډلې چمتووالی روان دی او درې یو ورځنۍ لوبې به د اګست په ۲۵مه، ۲۸مه او د اکتوبر په لومړۍ له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

نومړي وویل چې دغه لوبې د ملي لوبډلې د پرمختګ لپاره ګټورې دي:

"په دې لوبو کې موږ کولای شو په جدول کې پورته لاړ شو او د نړیوالې ټولنې پام د ځان په لور راواړوو او نور هېوادونه هم کولای شي چې افغانستان سره لوبې ترسره کړي."

د ښاغلي هوتک په خبره، دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان ملي لوبډله، د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړيتوب لرونکي لوبډلې سره سیالي کوي، بلکې وړاندې یې هم دغه ډول لوبډلو سره سیالۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG