د لاسرسي لېنکونه

د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري د امریکا د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ تور لګولی چې د ده سیاله هیلري کلنټن به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شان د کلکو دښمنانو په وړاندې د درېدو توان ونه‎لري.

ټرمپ پرون سې شنبې په ویرجینیا کې د انتخاباتي کمپاین په لړ کې وویل، هیلري کلنټن غواړي له روسیې سره لوبې وکړي:

"پوهېږئ چې هیلري غواړي له روسیې سره سخته لوبه وکړي. پوتین ورته ګوري او خاندي."

د ټرمپ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلنټن پر ټرمپ تور پورې کړی و چې نوموړی روسیه هڅوي چې د سایبري حملو له لارې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله وکړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په اتمه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG