د لاسرسي لېنکونه

ترکیه وايي، درې پوځیان یې د سوریې په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت له وسله‎والو سخت‎دریځو سره په نښته کې ووژل شول.

د ترکیې پوځ وايي، څلور نور سرتېري پرون سې شنبې د دغه هېواد په ټانکونو باندې په راکټي حمله کې ژوبل شوي دي.

دا هم ویل شوي چې د ترکیې پوځ د سوریې د حکومت تر ملاتړ لاندې دوه وسله‎وال وژلي دي.

په سوریه کې د داعش پر ضد د ترکیې د حملو له پیلېدو وروسته د سوریې د خپلواک پوځ جنګالیو د جرابلس د ستراتیژیک ښار په ګډون د ترکیې په پوله کې څو کلي له داعشه نیولي دي.

ترکیې د سېپټمبرپه څلورمه ویلي و چې د داعش جګړه مار د ترکیې - سوریې د پولي په اوږدو کې له وروستیو پاتې سنګرونو ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ترکیې پوځیان پر کُرد ځواکونو هم بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG