د لاسرسي لېنکونه

د فراه معارف ریاست دوه کارکوونکي ناڅرګندو وسله‎والو کسانو وتښتول.

د فراه د معارف رئیس محمد صابر فاروقي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دواړه مأمورین‌یې له انار درې ولسوالۍ نه د فراه مرکز ته په لاره کې تښتول شوي دي.

ښاغلي فاروقي وویل چې دواړه مأمورین‌یې بې‌طرفه، ملکي وګړي دي او له وسله‎والو یې غوښتنه وکړه چې بېرته‌یې خوشې کړي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې د پېښې مسؤلیت چا نه‎دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG