د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان چارواکي وايي چې د دې هېواد په پلازمېنه بشکېک کې د چین پر سفارت حمله کوونکی وپېژندل شو.

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې پرون سې شنبې وویل چې حمله کوونکي د تاجکستان پاسپورټ درلود او د "ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ" په نوم د افراطي ډلې غړی هم و.

د تېرې سې شنبې په ورځ یوه سړي له چاودېدونکو موادو ډک موټر په بشکېک کې د چین سفارت ودانۍ له دروازې سره سم منفجر کړ چې حمله کوونکی په‎کې ووژل شو.

په‎ دې حمله کې د چین سفارت درې قرغزي کارکوونکي زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG