د لاسرسي لېنکونه

د استونیا پوځ وايي، د روسیې یوه الوتکه د دوی له اجازې پرته، د دې هېواد هوايي حریم ته ورتېره شوې ده.

دا څلورم وار دی چې روسیه په روان کال کې د استونیا پر هوايي حریم داسې تېری کوي.

د استونیا پوځ پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې یوې ټرانسپورټي الوتکې په بالتیک سمندرګي کې د دوی پر یوه ټاپو "ویندلو" لږ تر لږه یوه نیمه دقیقه پرواز کړی دی.

خو د روسیې د دفاع وزارت ویاند پرون خبریالانو ته وویل چې د دوی الوتکو د استونیا پر هوايي حریم تېری نه‎دی کړی.

XS
SM
MD
LG