د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

اسټراليا کرکټ ټيم ۲۰ اوريزو لوبو کې نړیوال ريکارډ جوړ کړ


د اسټراليا کرکټ ټيم د سريلانکا کرکټ ټيم پر خلاف په لومړي ځل د نړیوال شل اوريز کرکټ تر ټولو زيات ٢٦٣ منډې جوړې کړې او په دغو لوبو کې يې نوى نړېوال ريکارډ جوړ کړ.

تر دې مخکې دا ريکارډ د سريلانکا له کرکټ ټيم سره و چې په ٢٠٠٧ میلادي کال کې يې د کېنيا کرکټ ټيم پر خلاف په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د لومړي ځل لپاره ٢٦٠ منډې جوړې کړې وې.

د اسټراليا او سريلانکا کرکټ ټيمونو تر منځ دا لوبه د سې شنبې په ورځ د سريلانکا په پالې کيلې ښار کې وشوه چې په ترڅ کې يې اسټراليا سريلانکا ته په ٨٥ منډو کې ماته ورکړه.

د سريلانکا کرکټ ټيم کپټان دنېش چنديمل د ټاس تر ګټلو وروسته استراليا ته د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه چې په نتيجه کې اسټراليا ټيم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٣ منډې جوړې کړې او سريلانکا ته‌يې د ګټلو لپاره د ٢٦٤ منډو هدف ورکړ.

د سريلانکا کرکټ ټيم د کپټان پرېکړه هغه وخت ناسمه ثابته شوه چې د اسټراليا ټيم اوپنر ګلين مېکسوېل د ٦٥ توپونو په لوبولو، د ٩ شپږيزو او ١٤ څلوريزو پر مټ ١٤٥ منډې جوړې کړې، نا سوځېدلی پاتې شو او په دې ډول‌يې د نړیوال شل اوريز کرکټ په تاريخ کې د ډېرو منډو جوړونکو په ډله کې دويم مقام ترلاسه کړ.

د اسټراليايي ټيم له‎خوا پر مېکسويل سربېره ميتهيو هېډ ٤٥، عثمان خواجه ٣٦ او کپتان ډيوېډ وارنر ٢٨ منډې جوړې کړې.

د سريلانکا له‌خوا سيناناېکى، پرېرا او پاتهې رانې ١_١ اسټراليايي لوبغاړى وسوځاوه.

د اسټراليا د ستر رنز په ځواب کې د سريلانکا ټيم په فشار کې ولوبېده او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو يوازې ١٧٨ رنزونه جوړ کړل.

په دغه ټيم کې يوازې چنديمل ٥٨ او کاپو ګيدرا ٤٣ منډې جوړې کړې او نورو لوبغاړو يې د اسټراليايي بالرانو مقابله ونه‎کړاى شوه.

په اسټراليايي بالرانو کې مېچل سټارک او بولېنډ ٣_۳ لوبغاړي او فاکنر، هينرلي او زمپا سريلانکا ١_١ لوبغاړى اوټ کړ.

ګلېن مېکسويل په ٦٥ توپونو کې د ١٤٥ منډو د جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى «Man of the match» اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې د کرکټ په شل اوريزو لوبو کې د اسټراليا تر نړیوال ريکارډ جوړولو څو ورځې مخکې د انګلستان کرکټ ټيم د پاکستان پر خلاف د کرکټ په يو ورځنيو لوبو کې د ٤٤٤ منډو په جوړولو په دغو لوبو کې نړیوال ريکارډ جوړ کړى و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG