د لاسرسي لېنکونه

د لویدیځ ګڼو چاپي خپرونو په کابل کې د دوشنبې او سې شنبې د ورځو د بریدونو مسئله څېړلې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا په افغانستان کې د اوړي د بریدونو د سلسلې تازه حملې دي چې په کابل کې پر حکومت او لویدیځو اهدافو ترسره کېږي.

ورځپاڼې د دې بریدونو په ترڅ کې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون، د نېږدې دوو اونیو مخکني برید ته هم اشاره کوي چې دیارلس تنه په‎کې ووژل شول.

خو نیویارک ټایمز لیکي چې د دوشنبې د ورځې برید ډېرخلک په کابل کې اندیښمن کړل.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د دفاع له وزارت سره په چاودنې کې د جګ‎پوړیو چارواکو له وژلو داسې ښکاري چې یاغیانو پر افغان ځواکونو فشار زیات کړی دی.

د فشار خبره د لویدیځ یوې بلې ورځپاڼې، انډېپنډنټ په دې ډول کړې ده چې د کابل له بریدونو داسې معلومیږي چې طالبانو د افغانستان د حکومت پرضد چې لویدیځ یې ترشا ولاړ دی، بریدونه سخت کړي دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا تر ډېره د کابل د وروستیو پېښو خبرې اړخ رااخیستی دي چې څو تنه په دې پېښو کې وژل شوي او څو تنه ټپیان شوي دي.

دې ورځپاڼې د مقالې په سر کې یو عکس چاپ کړی دی چې په‎کې لوګي ښکاري او په چاودنه کې خرابې شوې اوسپنې ترسترګو کیږي.

یوې مجلې هم د کابل د بریدونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ډیپلوماټ مجله لیکي:

په افغانستان کې له وروستیو پېښو داسې ښکاري چې د حقاني شبکې فعالیتونه په دغه هېواد کې زیات شوي او دا شبکه په یو ډول د طالبانو په مرکزي قوت بدلیږي.

خپرونه بیا زیاتوي چې اسلام اباد د دې ډلې پلوي کوي او امریکا هڅې پیل کړي دي چې پاکستان له دې امله وغندي، خو د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر د کانګرس مخې ته غلی شو او دا خبره یې واضح ونه کړه چې پاکستان له ترورېزم سره په مبارزې کې خپل مکلفیت نه دې ترسره کړی.

ډیپلوماټ لیکي:

پاکستان د نوي ډیلي او کابل نېږدې کېدو ته اندیښمن دی او په کابل کې د دوشنبې په ورځ درې چاودنې ښایي یو ډول عکس العمل وي.

خپرونه بیا لیکي د افغانستان په ختیځ کې د حقاني شبکې په لاس په وروستیو کې د دوو ولسوالیو سقوط هم پر دې دلالت کوي چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د هند او امریکا ګډې هڅې اغیزمنې کړي.

XS
SM
MD
LG