د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

عظیمي: راتلونکو ۵ کلونو کې به ۲ زره مېګا واټه برېښنا تولید کړو


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین وايي چې د انرژۍ د خودکفایۍ د پلان او د ملي شبکې په عملي کېدو سره به، افغانستان د برېښنا له درکه په ځان بسیا شي.

یاد وزارت وایي چې د انرژۍ د خودکفایۍ پلان او د افغانستان د ملي شبکې په عملي کېدو سره به دغه هېواد تر راتلونکو ۵ کلونو د دو زره مېګا واټه برېښنا د تولید توان ولري.

د دغه وزارت ویاند بصیر عظیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلان جوړ شوی او د دوشنبې په ماښام ولسمشر محمد اشرف غني ته هم وړاندې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان د ټولو ولایتونو خلک د برېښنا څخه استفاده کولای شي.

بصیر عظیمي
بصیر عظیمي

هغه زیاته کړه:

"د اوبو او برېښنا وزارت په ځان د بساینې یو پنځه کلن پلان جوړ او ولسمشر ته‌یې وړاندې کړ چې له نیکه بخته د ښه هرکلي وړ وګرځېد، چارې یې څه وخت مخکې پیل او لا دوام لري او په راتلونکو پنځو کلونو کې کولای شو چې د دوه زره مېګا واټه په اندازه برېښنا د افغانستان د کورنیو سرچینو څخه تولید کړو او د برېښنا د انتقال مزي هم د برېښنا سرتاسري مزي او هم د ۲۲۰ کېلو ولټ برېښنایي مزي چې تر ولایتونو رسېږي او ۱۱۰ ولټه په اندازه برېښنایي مزي چې تر ولسوالیو غځېږي، انشاالله بشپړ به شي."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د افغانستان د ملي شبکې او د انرژۍ د بسیا کېدو پلان له مخې دغه هېواد دا توان لري چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا ورکړي.

د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دغه ۵ کلن پروګرام چې تطبیق‌یې شاوخوا ۶ نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، افغان حکومت او نورو ډونرانو یې، د څه باندې یو نیم میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه کړې.

د دغه وزارت مسؤلین وایي چې د دغه پلان د تطبیق لپاره څلورنیم میلیارده ډالره د خصوصي پانګونې، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او د افغانستان حکومت له پراختیایي بودجې له لارې ترلاسه کوي.

د ورکړل شویو ارقامو له مخې اوس‌مهال په افغانستان کې له یو زرو څلورسوه مېګاواټه برېښنا څخه استفاده کېږي چې تر ډېره له تاجکستان، ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردېږي.

څه موده مخکې د افغانستان برېښنا شرکت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو له امله د وارداتي برېښنا بیه ۲۵ فیصد لوړه کړه چې دغه اقدام د خلکو عکس‌العملونه راوپارول.

که څه هم د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د انرژۍ د خودکفایۍ پلان په افغانستان کې د برېښنا پر کیفیت مثبت تأثیر لري، خو ځيني اقتصادي کارپوهان وايي چې دا ادعا عملي نه‌ښکاري.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

​سیف‌الدین سیحون ازادي راډیو ته وویل:

"لس کاله نور هم وخت نیسي چې افغانستان د برېښنا له مخې په ځان بسیا شي، پنځه لس کاله وخت‌یې ونیوه‎، تر څو دوی په دې وتوانېدل چې وارداتي برېښنا ولري، په اوس وخت کې دوی دغه سرچینې له کومه ځایه لري، دا ټولې ادعاوې خوښوونکې له حقیقته لیرې دي."

خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین بیا وایي چې حکومت د برېښنا د تولید زیاتوالي ته ژمن دی او د کجکي بند پر دویم فاز باندې د پانګونې طرحه د انرژۍ له درکه پر ځان د بسیا کېدو یو غوره مثال دی.

هغوی د فراه برېښنا بند د کار د پیلولو خبرې کوي او وایي چې په نېږدې راتلونکي کې به په ځینو نورو بندونو هم کار پیل شي.

راپور: سحرګل امیرزی

XS
SM
MD
LG