د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی


په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال نن سې شنبه کابل ته راغی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مطبوعاتي دفتر وايي چې نوموړی به په افغانستان کې پر بشري وضعیت د جګړې د اغېزې او د بشري اړتیاوو د چمتووالي هڅې له نېږدې وارزوي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال سټیفن اوبراین به په کابل کې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د بې‌ځایه شویو کډوالو، د مرستندویه ادارو له استازو او افغان چارواکو سره وګوري.

د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو یوې مطبوعاتي مسؤلې سټسي وینسټن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اوبراین څخه به په افغانستان کې د بشري وضعیت د بهبود لپاره له نړیوالې ټولنې د مشخصو مرستو غوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"نوموړی به د حکومتي چارواکو تر څنګ د مرسته کوونکو ډونرانو سره هم وګوري او له هغوی سره د افغانانو د بشري وضعیت او اړتیاوو په اړه خبرې وکړي."

مېرمن وینسټن وايي، تر اوسه سټیفن اوبراین له چا سره نه‌دي لیدلي، خو له افغان چارواکو او مرستندویه ادارو سره تر لیدونو وروسته به ښاغلی اوبراین د بشري وضعیت د لازم چمتووالي لپاره د یوې ځانګړې بودجې غوښتنه وکړي.

وړاندې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې یوازې د روان کال تر پایه به افغانستان ته د راستنېدونکو او په کور دننه د بې‌ځایه شویو افغان کډوالو شمېر تر یو میلیون واوړي چې دا به په راتلونکي ساړه ژمي کې افغانستان د یو احتمالي بشري ناورین سره مخ کړي.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغان چارواکو نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG