د لاسرسي لېنکونه

هغه یوازینۍ مېرمن چې په تاجکستان کې د اسلامي نهضت منع شوي ګوند د لوړ پوړو چارواکو سره یوځای بندي وه، خوشې شوې ده.

زر افا رحماني چې په دوه کاله حبس محکومه وه د سپټمبر پر پنځمه نېټه د یوې عمومي بخښنې په نتیجه کې له بنده خوشې شوه.

دا خبره نن د هغې کورنۍ وکړه.

رحماني چې د تاجکستان د اسلامي نهضت د مشر یوه سلاکاره بلل شوې او تېرکال د دغه ګوند له نورو ۱۳ لوړ پوړو چارواکو سره یوځای نیول شوې وه.

پر دغه ګوند تور دی چې د تاجکستان د دفاع له پخواني وزیر عبدالحلیم نظرزاده سره یې په هغې وسله‎والې هڅه کې همکاري کړې چې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې یې د واک اخیستلو لپاره کړې وه.

تاجک چارواکي وایي، د پولیسو پر یوه مرکز د هغه برید مشرې کړې وه چې ۲۶ کسان په کې ووژل شوه.

په‎خپله نظر زاده وروسته د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

چارواکي د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند یوه افراطي او تروریستي ډله بولي.

خو د دې ډلې مشر محي الدین کبیري چې اوس په تبعید کې ژوند کوي دغه تورونه ردوي.

د حکومت له‎خوا بندیانو ته په عمومي بخښنه کې ۱۲۰۰۰ کسان شامل دې خو د اسلامي نهضت ډلې نور بندي چارواکي په‎کې نشته.

XS
SM
MD
LG