د لاسرسي لېنکونه

د روسیې او سعودي عربستان ترمنځ له هغه تړون سره چې په بازارونو کې د تېلو د بیې د ثبات په برخه کې وشو، د تېلو بیې پنځه فیصده لوړې شوي دي.

دغه اقدام پرون په چین کې د نړۍ د شلو اقتصادي هېوادونو په غونډه کې اعلان شو چې ورسره په لندن کې د تېلو بیه ۴۹ ډالره او ۴۰ سنټو ته ورسېده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د دغو دوو د تېلو تر ټولو لویو تولیدوونکو هېوادونو ترمنځ د موافقې غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې دا د هغو ستونزو د هواري لپاره یوازینۍ لار ده چې په اقتصادي برخه کې د تېلو تولیدونکو هېوادونه ورسره مخامخ دي.

ټاکل شوې روسیه د روانې میاشتې په وروستیو کې په الجزایر کې د تېلو د صادرونکو او تولیدوونکو هېوادونو له سازمان یا اوپیک سره وګوري.

د دې سازمان غړیو کویټ، نایجیریا او متحده عربي اماراتو د روسیې او عربستان د دغه اقدام ستاینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG