د لاسرسي لېنکونه

د خوست امنیتي چارواکي وایي چې په سپېرې ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په بريد کې ۵۸ وسله‌وال مخالفين وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فیض‌الله غیرت نن ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې اکثره‌یې بهرني جنګیالي دي.

د خوست چارواکي وایي، په سیمه کې د افغان ځواکونو ځمکني عملیات روان دي او په وینا یې چې د بهرنیو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

خو وسله‌والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG